تعلیم

!په چین کې د افغان زده کړیالانو لپاره سکالرشېپونه، فرصتونه، آسانتیاوې او د زده‌ کړو بشپړې لارښوونې

چین په وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره د نړیوالو زده کړو یو له مخکښو مرکزونو ګرځېدلی دی او له آسیا، منځني ختیځ، اروپا او افریقا څخه زرګونه نړیوالو محصلینو ته یې د معیاري زده کړو دروازې پرانیستي دي. اوس د افغان محصلینو لپاره هم د زده‌کړو یو له تر ټولو مناسب، خوندي او ارزانه هدفونو ګرځېدلی. د افغانستان اوسنیو شرایطو له امله ډېری ځوانان هڅه کوي بهر زده‌کړې وکړي او چین دوی ته داسې فرصتونه لري چې هم ټاکلې او ممکنه لاره لري، هم ارزانه دي او هم د کیفیت له پلوه د باوړ وړ دي.

په داسې وخت کې چې افغانستان د بیا رغونې او پراختیا په پړاو کې دی، د مسلکي کدرونو، څېړونکو، انجنیرانو، ډاکټرانو او ښوونکو اړتیا تر هر وخت زیاته شوې ده. د چین پرمختللي پوهنتونونه او نړیوالې علمي همکارۍ افغان زده کړیالانو ته د اکاډمیک او مسلکي پرمختګ لپاره د باور وړ او قوي لاره برابروي.

ولې چین د افغان زده کړیالانو لپاره ښه انتخاب دی؟

۱. خوندي هېواد:

چین د نړیوالو زده کړیالانو لپاره یو امن چاپېریال لري. د پوهنتونونو دننه او شاوخوا سیمې یې خوندي دي او د قانون پلي کېدل په کې ډېر جدي دي.

۲. ارزانه ژوند او فیسونه:

په چین کې د ژوند لګښتونه د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کم دي.

     میاشتنی لګښت په کې له ۱۵۰–۲۵۰ ډالرو دی

     د پوهنتون لیلیې لګښت یې له ۵۰–۱۲۰ ډالرو دی

     او د خوړو او ترانسپورټ لګښت یې هم مناسب دی.

۳. معیاري زده‌کړې:

چین خپل تعلیمي سیستم عصري کړی او ډېر پوهنتونونه یې په نړیواله درجه بندۍ کې پورته شوي.

په ځانګړي ډول:

     انجنیري

     کمپیوټر ساینس

     مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي ټکنالوژي

     طب

     زراعت

     نړیواله سوداګري

     او انرژي او چاپېریال

  د افغان محصلینو لپاره خورا مناسبې څانګې دي.

په چین کې مشهور سکالرشیپونه

۱- د چین دولتي سکالرشېپونه (CSC Scholarship)

دا د نړیوالو زده کړیالانو لپاره تر ټولو لوی او پوره سکالرشېپ دی چې په کې:

     د پوهنتون پوره فیس

     وړیا استوګنه

     میاشتنی معاش

     او روغتیايي بیمه

  زده کړیالان کولی شي د سفارت یا د پوهنتون له لارې اپلای وکړي.

۲. ولایتي دولتي سکالرشېپونه

د چین ځیني ولایتونه لکه شاندونګ، جیانګسو، ژیجیانګ، فوزیان او ګوانګډونګ خپلواک ځانګړي سکالرشېپونه لري.

دغه سکالرشېپونه معمولاً لاندې امتیازات لري:

     د فیس بشپړ یا نیمایي معافیت

     میاشتنی لګښت

     او د علمي لاسته راوړنو لپاره جايزې

په دې کې د سیالۍ بڼه کمه وي، نو ځکه افغان زده کړیالان ډېری وخت په ولایتي سکالرشېپونو کې د بریا ښه چانس لري.

۳. د پوهنتون له خوا سکالرشېپونه

نږدې هر پوهنتون د نړیوالو زده کړیالانو لپاره خپل ځانګړي سکالرشېپونه لري.

حتی که کوم زده کړیال په خپل شخصي لګښت لاړ شي، له لومړي سمستر وروسته هم بورس اخیستلی شي.

لاندې پوهنتونونه په ځانګړې ډول د افغان زده کړیالانو لپاره د زده کړو ښه فرصتونه لري:

     شاندونګ پوهنتون

     ژیجیانګ پوهنتون

     د بیجینګ تخنیکي انسټیټیوټ

     لیني پوهنتون

     څینګهوا پوهنتون

۴. د «یو کمربند یو لار» (BRI) سکالرشېپونه

افغانستان د BRI له مهمو هېوادونو دی، له همدې امله افغان زده کړیالانو ته ځانګړې اسانتیاوې ورکول کېږي. دغه سکالرشېپونه په هغو برخو کې ورکول کېږي چې د افغانستان د پراختیا لپاره مهمې دي، لکه:

     ملکي او برېښنایي انجنیري

     ټرانسپورټ او لوژستیک

     کمپیوټر ساینس او ټکنالوژي

     کرنه او د اوبو مدیریت

     نوې او بدیلې انرژۍ

۵. د ماسټرۍ او دوکتورا څېړنیز سکالرشېپونه

دا سکالرشېپونه په ځانګړې توګه د انجنیرۍ، روبوټیک انجنیرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، طب او زراعت په برخو کې د پروژو له لارې تمویل او اخیستل کیږي.

د لیسانس لپاره د زده‌کړو شرایط:

     د ۱۲ ټولګي سند

     پاسپورت

     د انګلیسي یا چینایي ژبې اساسات

د ماسټرۍ لپاره:

     د لیسانس سند

     سپارښت لیکونه یا ریکمېنډېشن لېټرز

     د مطالعې پلان (Study Plan)

د دوکتورا لپاره:

     د ماسټرۍ سند

     څېړنیز پروپوزل

     علمي CV

 

په چین کې د زده کړیال ژوند

لیلیې: خوندي، پاکې او ارزانه.

خواړه: په ټولو ښارونو کې حلال رستورانتونه شته.

روغتیا: د نړیوالو محصلینو لپاره بیمه حتمي ده.

ټرانسپورټ: ریل او مترو سیستمونه ارزانه دي او ټول ښارونه ورته لاسرسی لري.

فرهنګي ژوند: له بېلابېلو هېوادونو زده کړیالان راغلې وي او یو فعال ټولنیز چاپېریال تجربه کوي.

څنګه اپلای وکړو؟

۱. د پوهنتون او څانګې ټاکل

۲. استاد ته ایمیل کول (که ماسټري یا دوکتورا وي)

۳. اسناد چمتو کول

۴. آنلاین اپلای

۵. مرکه یا ارزونه

۶. د سکالرشېپ پایله

۷. د ویزې اخیستل او سفر

نورې مشورې

     که HSK یا چینایي ژبه تر یوې کچې زده کړئ، د بورس چانس مو ډېر لوړېږي.

     د قوي Study Plan لیکل ډېر مهم دي.

     د افغان زده کړیالانو له ډلو یا ټولنو سره اړیکه جوړول مرسته کوي.

     له هر استاد او پوهنتون سره مستقیم ایمیل کول د منظورۍ چانس لوړوي.

 ليكنه: امينه عزيزي

Administrator

Author at OEAC Insights

Educational expert specializing in scholarships and economic analysis for Afghan students. With years of experience in educational consulting and student mentorship.

Comments 40

Leave a Comment

Share your thoughts about this article. You can comment as a guest or provide your details.

Leave blank to comment as "Guest"
Will not be displayed publicly
Minimum 5 characters, maximum 1000 characters
Y
Yasmin Latifi
December 20, 2025
هیله ده دا فرصتونه دوامداره وي د افغان ځوانانو لپاره.
N
Najibullah
December 20, 2025
د افغانانو لپاره کوم ځانګړي کوټې شته په لیلیو کې؟
S
Sofia Akram
December 20, 2025
د چین پوهنتونونه نړیوال اعتبار لري؟
H
Hafizullah
December 20, 2025
ایا د عمر زیاتوالی د داخلې مخه نیسي؟
E
Elham Mujtaba
December 20, 2025
دا معلومات ډېر ګټور دي، مهرباني وکړئ نور هم شریک کړئ.
R
Ramin Sadiqi
December 20, 2025
ایا د ټکنالوژۍ برخه کې چین مخکښ دی؟
N
Nargis Azimi
December 20, 2025
د چین خوراکي کلتور سره عادت کېدل څنګه دي؟
F
Faisal Hakimi
December 20, 2025
ایا د دوکتورا لپاره هم سکالرشپونه شته؟
A
Asma Khalili
December 20, 2025
د افغان نجونو لپاره دا یو ښه فرصت ښکاري، مننه.
W
Waheedullah
December 20, 2025
د چین هوا او کلتور ته عادت کېدل اسانه دي؟
S
Shabnam Noor
December 20, 2025
ایا د کورنۍ غړي کولی شي وروسته چین ته راشي؟
O
Omid Aryan
December 20, 2025
د ماسټري لپاره GPA څومره مهم دی؟
L
Lina Hamidi
December 20, 2025
ایا چین د افغان محصلینو اسناد په رسمي ډول مني؟
Q
Qasim Stanikzai
December 19, 2025
د چین ژبه زده کول څومره وخت نیسي؟
T
Tamanna Farooq
December 19, 2025
د ښځینه محصلینو لپاره ځانګړي سکالرشپونه هم شته؟
I
Ihsanullah
December 19, 2025
ایا د انلاین اپلای امکان شته که سفارت ته تلل ضروري دي؟
S
Sahar Rahman
December 19, 2025
د چین تعلیمي سیستم د افغانستان سره څه توپیر لري؟
Z
Zubair Hotak
December 18, 2025
ایا افغان محصلین کولی شي د زده کړو وروسته هلته کار پیدا کړي؟
M
Mahdi Kazemi
December 18, 2025
د سکالرشپ پایلې عموماً کله اعلانېږي؟
S
Sayed Ali
December 18, 2025
ایا د IELTS پرته هم چین ته داخلې شته؟
P
Parisa Alizai
December 17, 2025
د ښځو لپاره خوندي چاپېریال شته په چین کې؟
J
Jawad Mohammadi
December 17, 2025
د اپلای لپاره کوم ویب‌سایټونه رسمي دي؟
H
Huma Akbari
December 17, 2025
ایا د طبي زده کړو لپاره چین ښه انتخاب دی؟
K
Khalid Tanoli
December 17, 2025
د چین ویزه افغانانو ته اسانه ورکول کېږي که ستونزې لري؟
A
Amina Yousufi
December 16, 2025
ایا د سکالرشپ تر څنګ استوګنځای هم ورکول کېږي؟
B
Bilal Safi
December 16, 2025
د انجینرۍ لپاره کوم پوهنتونونه مشهور دي؟
R
Roya Sadat
December 16, 2025
د چین ژوند لګښتونه د نورو هیوادونو په پرتله څنګه دي؟
N
Nasir Ahmad
December 15, 2025
ایا افغان محصلین کولی شي هلته پارټ ټایم کار وکړي؟
S
Shakila Wardak
December 15, 2025
د HSK ازموینه څومره مهمه ده د داخلې لپاره؟
H
Habibullah Khan
December 15, 2025
که څوک چین ته تللی وي، مهرباني وکړئ خپله تجربه شریکه کړئ.
N
Nazia Omari
December 14, 2025
ایا د عمر محدودیت شته د چین سکالرشپ لپاره؟
F
Farid Ahmad
December 14, 2025
د لیسانس وروسته ماسټري لپاره اپلای کول څومره وخت نیسي؟
M
Maryam Hassani
December 14, 2025
ایا ښځینه زده‌کوونکو ته هم په چین کې برابر فرصتونه شته؟
S
Samiullah Noori
December 13, 2025
د افغان محصلینو لپاره کوم ښار د ژوند له پلوه مناسب دی؟
Z
Zahra Karimi
December 13, 2025
ایا د انګلیسي ژبې پروګرامونه هم شته که حتماً باید چینایي زده کړو؟
A
Abdul Rahman
December 13, 2025
د چین حکومت سکالرشپ لپاره اسناد کوم کوم دي؟
L
Laila Sultani
December 12, 2025
ایا موږ کولی شو په خپل مصرف چین ته د زده کړو لپاره لاړ شو؟ د ویزې پروسه څنګه ده؟
M
Mohammad Zahir
December 12, 2025
کوم چینایي پوهنتون د افغان زده‌کوونکو لپاره تر ټولو ښه دی؟ مهرباني وکړئ مشوره راکړئ.
F
Fatima Rahimi
December 11, 2025
ایا د کمپیوټر ساینس لپاره په چین کې سکالرشپ شته؟ که چینایي ژبه ونه پوهېږو ستونزه خو نه ده؟
A
Ahmad Shah
December 11, 2025
ډېر ښه معلومات دي، مهرباني وکړئ راته ووایاست چې افغان محصلین څنګه چین ته اپلای کولی شي؟