چین په وروستیو کلونو کې په چټکۍ سره د نړیوالو زده کړو یو له مخکښو مرکزونو ګرځېدلی دی او له آسیا، منځني ختیځ، اروپا او افریقا څخه زرګونه نړیوالو محصلینو ته یې د معیاري زده کړو دروازې پرانیستي دي. اوس د افغان محصلینو لپاره هم د زدهکړو یو له تر ټولو مناسب، خوندي او ارزانه هدفونو ګرځېدلی. د افغانستان اوسنیو شرایطو له امله ډېری ځوانان هڅه کوي بهر زدهکړې وکړي او چین دوی ته داسې فرصتونه لري چې هم ټاکلې او ممکنه لاره لري، هم ارزانه دي او هم د کیفیت له پلوه د باوړ وړ دي.
په
داسې وخت کې چې افغانستان د بیا رغونې او پراختیا په پړاو کې دی، د مسلکي کدرونو،
څېړونکو، انجنیرانو، ډاکټرانو او ښوونکو اړتیا تر هر وخت زیاته شوې ده. د چین
پرمختللي پوهنتونونه او نړیوالې علمي همکارۍ افغان زده کړیالانو ته د اکاډمیک او
مسلکي پرمختګ لپاره د باور وړ او قوي لاره برابروي.
ولې چین د افغان زده کړیالانو لپاره ښه انتخاب دی؟
۱. خوندي هېواد:
چین
د نړیوالو زده کړیالانو لپاره یو امن چاپېریال لري. د پوهنتونونو دننه او شاوخوا
سیمې یې خوندي دي او د قانون پلي کېدل په کې ډېر جدي دي.
۲. ارزانه ژوند او فیسونه:
په
چین کې د ژوند لګښتونه د نورو هېوادونو په پرتله ډېر کم دي.
● میاشتنی
لګښت په کې له ۱۵۰–۲۵۰ ډالرو دی
● د
پوهنتون لیلیې لګښت یې له ۵۰–۱۲۰ ډالرو دی
● او د
خوړو او ترانسپورټ لګښت یې هم مناسب دی.
۳. معیاري زدهکړې:
چین
خپل تعلیمي سیستم عصري کړی او ډېر پوهنتونونه یې په نړیواله درجه بندۍ کې پورته
شوي.
په
ځانګړي ډول:
● انجنیري
● کمپیوټر
ساینس
● مصنوعي
ځیرکتیا او معلوماتي ټکنالوژي
● طب
● زراعت
● نړیواله
سوداګري
● او
انرژي او چاپېریال
د افغان محصلینو لپاره خورا مناسبې څانګې دي.
په چین کې مشهور سکالرشیپونه
۱- د چین دولتي سکالرشېپونه (CSC Scholarship)
دا
د نړیوالو زده کړیالانو لپاره تر ټولو لوی او پوره سکالرشېپ دی چې په کې:
● د
پوهنتون پوره فیس
● وړیا
استوګنه
● میاشتنی
معاش
● او
روغتیايي بیمه
زده کړیالان کولی شي د سفارت یا د پوهنتون له
لارې اپلای وکړي.
۲. ولایتي دولتي سکالرشېپونه
د
چین ځیني ولایتونه لکه شاندونګ، جیانګسو، ژیجیانګ، فوزیان او ګوانګډونګ خپلواک
ځانګړي سکالرشېپونه لري.
دغه
سکالرشېپونه معمولاً لاندې امتیازات لري:
● د فیس
بشپړ یا نیمایي معافیت
● میاشتنی
لګښت
● او د
علمي لاسته راوړنو لپاره جايزې
په
دې کې د سیالۍ بڼه کمه وي، نو ځکه افغان زده کړیالان ډېری وخت په ولایتي
سکالرشېپونو کې د بریا ښه چانس لري.
۳. د پوهنتون له خوا سکالرشېپونه
نږدې
هر پوهنتون د نړیوالو زده کړیالانو لپاره خپل ځانګړي سکالرشېپونه لري.
حتی
که کوم زده کړیال په خپل شخصي لګښت لاړ شي، له لومړي سمستر وروسته هم بورس اخیستلی
شي.
لاندې پوهنتونونه په ځانګړې ډول د افغان زده کړیالانو لپاره د زده کړو ښه
فرصتونه لري:
● شاندونګ
پوهنتون
● ژیجیانګ
پوهنتون
● د
بیجینګ تخنیکي انسټیټیوټ
● لیني
پوهنتون
● څینګهوا
پوهنتون
۴. د «یو کمربند یو لار» (BRI) سکالرشېپونه
افغانستان
د BRI له مهمو هېوادونو
دی، له همدې امله افغان زده کړیالانو ته ځانګړې اسانتیاوې ورکول کېږي. دغه
سکالرشېپونه په هغو برخو کې ورکول کېږي چې د افغانستان د پراختیا لپاره مهمې دي،
لکه:
● ملکي
او برېښنایي انجنیري
● ټرانسپورټ
او لوژستیک
● کمپیوټر
ساینس او ټکنالوژي
● کرنه
او د اوبو مدیریت
● نوې
او بدیلې انرژۍ
۵. د ماسټرۍ او دوکتورا څېړنیز سکالرشېپونه
دا
سکالرشېپونه په ځانګړې توګه د انجنیرۍ، روبوټیک انجنیرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، طب او
زراعت په برخو کې د پروژو له لارې تمویل او اخیستل کیږي.
د
لیسانس لپاره د زدهکړو شرایط:
● د ۱۲
ټولګي سند
● پاسپورت
● د
انګلیسي یا چینایي ژبې اساسات
د ماسټرۍ لپاره:
● د
لیسانس سند
● سپارښت
لیکونه یا ریکمېنډېشن لېټرز
● د
مطالعې پلان (Study Plan)
د دوکتورا لپاره:
● د
ماسټرۍ سند
● څېړنیز
پروپوزل
● علمي CV
په چین کې د زده کړیال ژوند
لیلیې:
خوندي، پاکې او ارزانه.
خواړه:
په ټولو ښارونو کې حلال رستورانتونه شته.
روغتیا:
د نړیوالو محصلینو لپاره بیمه حتمي ده.
ټرانسپورټ:
ریل او مترو سیستمونه ارزانه دي او ټول ښارونه ورته لاسرسی لري.
فرهنګي
ژوند: له بېلابېلو هېوادونو زده کړیالان راغلې وي او یو فعال ټولنیز چاپېریال
تجربه کوي.
څنګه اپلای وکړو؟
۱.
د پوهنتون او څانګې ټاکل
۲.
استاد ته ایمیل کول (که ماسټري یا دوکتورا وي)
۳.
اسناد چمتو کول
۴.
آنلاین اپلای
۵.
مرکه یا ارزونه
۶.
د سکالرشېپ پایله
۷.
د ویزې اخیستل او سفر
نورې مشورې
● که HSK یا چینایي ژبه تر
یوې کچې زده کړئ، د بورس چانس مو ډېر لوړېږي.
● د قوي
Study
Plan
لیکل ډېر مهم دي.
● د
افغان زده کړیالانو له ډلو یا ټولنو سره اړیکه جوړول مرسته کوي.
● له هر
استاد او پوهنتون سره مستقیم ایمیل کول د منظورۍ چانس لوړوي.
ليكنه: امينه عزيزي
Comments 40
Leave a Comment
Share your thoughts about this article. You can comment as a guest or provide your details.
Yasmin Latifi
December 20, 2025Najibullah
December 20, 2025Sofia Akram
December 20, 2025Hafizullah
December 20, 2025Elham Mujtaba
December 20, 2025