د ورېښمو د لارې دوامداره او تل پاتې ګټې: د چین د دودیز ژوند په پرمختګ کې
د افغان کلتور زرکلن اغېز
د
افغانستان په ګډوډه او زړه راښکوونکې جغرافیه؛ د پامیر لوړ غرونه د دغه هېواد او
چین ترمنځ ولاړ دي، خو دغو دنګو او سلامي څوکو د تاریخ په اوږده بهیر کې هېڅکله د
تمدنونو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو مخه نه ده نیولې. که د ورېښمو لار ته نظر وکړو
چې نیمه د باد څپو نیولې او نیمه تر شګو لاندې پټه شوې، نو وینو چې افغان کلتور له
پخوا راهیسې د چین پر خاوره ژور او تلپاتې اغېز پرېښی دی.
لومړنی
لیکلی تاریخي کتاب: «داشیا» او «یوژي» د ستر تاریخپوه په یادښتونو کې
په
سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې د لوېدیځ هان (د چین یو لرغونی سلطنت «۲۰۶
ق.م – ۹ م») دورې ته رسېږي، هغه مهال چې سیما چیان (د چین تر ټولو ستر تاریخلیکونکي)
د چین یو ډېر مهم تاریخي کتاب لیکلو.
د
دې آثر د «داوان د سیمې راپور» په برخه کې سیما چیان د ژانګ چیان(د هان سلطنت سفیر
او سیلاني وو او لومړنی چینایي وو چې منځنۍ اسیا او افغانستان ته ورسېد) د لوېدیځو
سیمو د سفرونو مشاهدې او تجربې لیکلي او ثبت کړې دي.
په
دې لیکنو کې د «داشیا» یادونه (چې د ننني شمالي افغانستان د بلخ پخوانی نوم و) د
چینایي تاریخ په کتابونو کې همدا نوم د افغانستان د سیمې په اړه تر ټولو لومړنی
لیکلی تاریخي ثبوت دی. ژانګ چیان د هان امپراتور ته راپور ورکړی و چې داشیا
«ښارونه، کورونه او کرنیزې ځمکې لرلې او وریجې او غنم یې کرل» چې دا د یوې متمدنې او
سوکاله ټولنې څرګندونه کوي.
همدارنګه،
په همدې یادښتونو کې ویل شوي چې د یویژي قوم خلک له ختیځه لوېدیځ ته کډه شول او
افغانستان ته ورسېدل (همدغه یویژي قوم وروسته د کوشاني امپراتورۍ بنسټ کېښود چې د
افغانستان په تاریخ کې یو ډېر مهم پړاو ګڼل کېږي.) دا قیمتي لیکلي یادښتونه چې تر
دوو زرو کلونو ډېر پخواني دي، د چین په تاریخي روایت کې د افغانستان د حضور لومړنی
باب جوړوي.
لاجورد: د هندوکش آسماني ډالۍ
د
افغانستان لاجورد له پخوا راهیسې یو قیمتي معدني رنګ بلل کېده. دا قیمتي ډبره، چې
د «آسمان ډبرې» په نوم پېژندل کېږي، د ورېښمو په لار په کاروانونو کې له غرونو او
سیندونو په اوښتو چین ته ورسېده.
په
لرغوني چین کې لاجورد پوډر کېده او په روښانه او تلپاتې لاجوردي (الترامارین) رنګ
بدلېده. دا رنګ د دونهوانګ په دیوالي انځورونو، درباري انځورګریو او حتی د خټینو
لوښو په ډیزاینونو کې کارول شوی دی. د شمالي ویي له بودایي غارونو نیولې، د تانګ
تر سلطنت پورې او بیا د مینګ او چینګ سلطنتونو د شاهي هنري اثارو پورې دا ژور آبي
رنګ چې د هندوکش د غرونو یادونه یې له ځانه سره لرل، په چینایي هنر کې یې د افغان
کلتور تلپاتې اغېز پرېښی دی.
د کرنیزو محصولاتو د ورېښمو زرغونه لار
هغه
ډېر کرنیز محصولات چې نن په چین کې عام دي، لومړی د افغانستان له لارې یاد هېواد
ته لېږدول شوي دي. پالک (چې پخوا یې «فارسي سبزي یا Persian herb» بلله) د تانګ دورې پر مهال د افغانستان له
لارې چین ته ولېږدول شول. همدارنګه د ګازرو اصلاح شوې بڼې ښايي د افغانستان له
لارې چین ته رسېدلې وې او له ځایي بڼو سره یوځای شوې وي.
پسته
هم د ورېښمو په لار له افغانستان ختیځ ته خپره شوه چې د تانګ دورې په ادبیاتو کې
یې یادونه شوې ده. د دغو محصولاتو خپرېدل نه یوازې د چین خوراکي کلتور بډای کړ،
بلکې د کرنیزې پوهې په دوامداره تبادله کې یې د ورېښمو د لارې اغېز هم جوت کړ.
د ستورپوهنې د پوهې لېږد
د
لرغوني افغانستان پوهانو د ستورپوهنې په ډګر کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې. د
تانګ دورې «جیوژي لي کتاب یا جنتري» کې د افغانستان فلکي او ستوریزه پوهه شامله وه
او د ځینو محاسبوي میتودونو او د ستورو نوملړنو له لارې یې د چین د کالونو د جوړښت
په پرمختګ کې اغېز درلود.
د
دې پوهې لېږد د دې لامل شو چې د دواړو سیمو نسلونه په یو اسمان نظر وکړي او د
علومو له لارې یې پوهه ترلاسه کړي.
د موسیقۍ د آلو هارمونیکي او همغږي آوازونه
سوونا
(Suona) چې د چین په
فولکلوريکي موسیقۍ کې یوه مهمه او اړینه آله ده، اصلي رېښه یې له پخواني
فارس-افغان سورنای (surnāy) سره تړاو لري. دا آله د ورېښمو په لار چین ته ورسېده، ځایي بڼه
یې خپله کړه او د چین د خوښیو او مېلو سمبول وګرځېده.
همدارنګه
د پیپا (Pipa) مخکینی ډول عود (Oud) هم د افغانستان له
لارې چین ته ورسېد، په خپرېدو کې یې وده وکړه او ورو ورو د چینيایي موسیقۍ برخه
وګرځېده.
د ټوکر اوبدلو تخنیکونو یوځای کېدل
د
افغانستان د اوبدلو دودیز هنرونه او نقشونه د ورېښمو په لار د چین شمال لوېدیځو
سیمو ته ورسېدل. په شینجيانګ او د منځنۍ آسیا په سیمو کې لا هم ځینې قالینې او
ټوکرونه په خپل جوړښت کې د افغانستان د اوبدلو د دودیز هنر نښې لري. دا د هنر
تبادله یوازې د ټوکر او تار اوبدنه نه؛ بلکې د کلتورونو اوبدنه هم وه.
د معمارۍ خاموشه نښې
که
د چین لومړنیو اسلامي ودانیو ته پام وشي لکه د شیآن د «هواجوېشیانګ جومات»—نو د
انګړ په جوړښت او زینتي جزییاتو کې د افغان معمارۍ نازکې اغېزې تر سترګو کېږي. د
هندسي نقشونو پېچلي ډیزاینونه او د محرابونو جوړښت د مادي کلتور د لېږد هنري نښې
دي.
د روغتیا پل: د طبي پوهې تبادله
د
چین پخوانیو طبي متونو لکه «هویهوی یاوفانګ» داسې درمل او درملنې ثبت کړي چې ښايي
له افغانستان یې سرچینه اخیستې وي. که څه هم دې پوهې د چین له ځایي اړتیاوو او
شرایطو سره سمون خوړلی، خو بیا هم دا د روغتیا او هوساینې لپاره د دواړو ولسونو د
ګډو هڅو څرګندونه کوي.
دا
بېلابېلې کلتوري نښې چې د «Records of the Grand Historian» کې د «داشیا» په لومړۍ یادښت کې ذکر شوي، د
تاریخ په اوږده سیند کې د پرتو مرغلرو په څېر دي. دا نښې د افغانستان او چین ترمنځ
ژورې او دوامدارې کلتوري اړیکې سره نښلوي. دا یوازې «لېږد» او «ترلاسه کول» نه،
بلکې د دوو سترو تمدنونو ترمنځ تخلیقي خبرې اترې او متقابل بډایوالی دی.
په
دیوالیزو انځورونو کې د لاجوردو له آسماني ځلا، د خوړو پر مېزونو د پالکو تر شین
رنګ پورې؛ له دقیقو کلنیو محاسبو، د سازونو تر همغږه نغمو پورې—دا ټول د افغان ولس
د پوهې او د طبیعت د ډالیو نچوړ دی چې د چین په کلتور کې یې نوې ریښې وغځولې او لا
وغوړېدل.
Comments 36
Leave a Comment
Share your thoughts about this article. You can comment as a guest or provide your details.
حمید
December 24, 2025فریدالله
December 24, 2025احمدشاه
December 24, 2025نصیر
December 24, 2025سمیع
December 24, 2025