په وروستیو
کلونو کې د چین او د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ او اړیکې لا ډېرې
ژورې شوي دي. د بنسټیزو تاسیساتو او انرژۍ په برخه کې یو شمېر پروژې ورو ورو عملي
شوې دي چې د سیمې پرمختګ ته یې نوې وده ورکړې ده. د پانګونې او سوداګرۍ د شمېرو له
مخې، چین د قزاقستان، ازبکستان او قرغزستان په څېر هېوادونو لپاره یو له مهمو
اقتصادي شریکانو څخه ګرځېدلی دی. لاندې د همکارۍ ځینې مهمې بېلګې او عامه احصایوي
معلومات د لا روښانتیا لپاره وړاندې کېږي.
د
چین–قرغزستان–ازبکستان د اورګاډي پټلۍ
دا پروژه د
چین، قرغزستان او ازبکستان د نښلولو لپاره طرحه شوې ده چې موخه یې د اوراسیا
نوېيترانزیټي دهلېز رامنځته کول دي، څو د روسیې له لارې تګ راتګ ته اړتیا کمه کړي.
د آسیا د پراختیایي بانک د اټکل له مخې، د دې پټلۍ له بشپړېدو وروسته به له چین
څخه منځني ختیځ او اروپا ته د بار وړلو واټن شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره راکم شي او د
لېږد وخت به له ۷ تر ۸ ورځو پورې رالنډ شي. دا مهال درې واړو هېوادونو د مسیر پر
طرحه هوکړې ته رسېدلي ده او د پروژې د عملي کېدو د امکان څېړنه یا (feasibility study) وروستي پړاو ته
نږدې شوې ده.
د
چین–مرکزي آسیا د طبیعي ګاز نللیکه
د نللیکو دا
سیستم د ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ته ننوځي او له ۲۰۰۹ کال
راهیسې په دوامداره توګه چین ته طبیعي ګاز رسوي.
تر ۲۰۲۲ کال
پورې، چین ته د لېږدول شوي طبیعي ګاز ټولیزه کچه له ۴۰۰ میلیارد مترو مکعب څخه
زیاته شوې ده.
د چین د ګمرک
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له مرکزي اسیا څخه د نللیکو له لارې وارد شویو
طبیعي ګازو په همدغې کال کې د چین د طبیعي ګازو د ټولیزو وارداتو له ۳۰ سلنې زیاته
برخه جوړوله.
په
قزاقستان کې د بادي او لمریزې برېښنا پروژې
په قزاقستان
کې د هغه نوي کېدونکې انرژۍ پروژې چې چینایي شرکتونه په کې برخه لري، یو په بل پسې
عملي او فعالې شوې دي.
د بېلګې په
توګه، د ژاناتاس ۱۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژه په ۲۰۲۱ کال کې په بشپړ ظرفیت د
برېښنا له شبکې سره ونښلول شوه چې کلنی تولید یې په ساعت کې شاوخوا ۳۵۰ میلیونه
کیلوواټه دی او دا د سیمې د ټولې بادي برېښنا نږدې درېیمه برخه جوړوي.
د قزاقستان د
انرژۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې د نوي کېدونکې انرژۍ
شاوخوا ۲۰ سلنه برېښنا له هغو پروژو ترلاسه شوې چې یا د چینایي شرکتونو له خوا په
کې پانګونه شوې وه یا یې رغونه د دوی له خوا ترسره شوې وه.
د
چین–قزاقستان د هورګوس نړیوالې پولې د همکارۍ مرکز
دا مرکز د
پولې هاخوا د ازادې سوداګرۍ د زون په توګه فعالیت کوي او له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې له
۳۵۰۰ څخه زیات سوداګر منلي دي.
د ورځې په
منځنۍ توګه شاوخوا ۱۵ زره کسان دې مرکز ته تګ راتګ کوي. په ۲۰۲۲ کال کې د دې مرکز
د سوداګرۍ کچه له ۳۰ میلیارد یوانو (RMB) څخه واوښته چې دا یې د چین او قزاقستان
ترمنځ د نړیوالې پولې د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو ګرځولی دی.
د معلوماتو
لنډ جاج
په ۲۰۰۰ز کال
کې د چین او د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له شاوخوا ۱٫۸
میلیارد امریکایي ډالرو څخه تر ۲۰۲۲ کاله پورې نږدې ۷۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې
ده.
(سرچینه:
د چین ګمرک)
د ۲۰۲۲ کال تر
پایه په مرکزي آسیا کې د چین د مستقیمو پانګونو ټولیزه کچه نږدې ۱۵ میلیارد
امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده چې ډېره برخه یې په انرژۍ، کانونو، ترانسپورت او ورته
نورو برخو لګېدلې ده.
(سرچینه:
د چین د سوداګرۍ وزارت)
۱-
ټولنیز او اقتصادي اغېز
د همکارۍ دغو
پروژو په عیني ډول په مرکزي آسیا کې د ترانسپورت شرایط ښه کړي، د انرژۍ جوړښتونه
یې پیاوړي کړي او د ځایي خلکو لپاره یې د کار فرصتونه رامنځته کړي دي.
د بېلګې په
توګه، تمه ده چې د چین–قرغزستان–ازبکستان د اورګاډي پروژه به یوازې د رغونې په
پړاو کې قرغزستان کې د کار زرګونه فرصتونه برابر کړي. همدارنګه د چین–مرکزي آسیا د
ګاز نللیکې د فعالیت پر مهال په ازبکستان کې د ځایي وګړو د ګمارنې کچه له ۸۰ سلنې
څخه زیاته ده.
سره له دې،
باید یادونه وشي چې د دغو همکاریو اغېزمنتیا د ځایي قوانینو، نړیوالو بازارونو او
نورو ګڼو عواملو پورې تړلې ده او د اوږدمهاله ګټو ارزونه یې لا هم وخت ته اړتیا
لري. د شته معلوماتو له مخې، په مرکزي آسیا کې د چین اقتصادي فعالیتونه د سیمې د
اقتصادي پرمختګ یوه د پام وړ برخه ګرځېدلې ده.
۲-
د پانګونې عمومي انځور (تر ۲۰۲۵ کاله پورې)
چین د مرکزي
آسیا د پنځو هېوادونو لپاره د پانګونې له سترو سرچینو ګڼل کېږي چې تر ۲۰۲۵ کال
پورې یې ټولیزه پانګونه له ۵۰ میلیارد امریکایي ډالرو څخه اوښتې ده.
د چین–مرکزي
آسیا د دویمې سرمشریزې (Summit) په څېر د څو اړخیزو چوکاټونو تر اغېز لاندې د پانګونې همکاري لا
پیاوړې شوې ده. د پانګونې ساحې له دودیزو برخو لکه انرژۍ، بنسټیزو تاسیساتو او
کرنې څخه نویو برخو لکه نوې انرژۍ، ډیجیټلي اقتصاد او پرمختللي تولید (high-end
manufacturing)
ته پراخې شوې دي چې یوه متنوع او همغږې پرمختیايي بڼه یې رامنځته کړې ده.
دا پانګونې نه
یوازې سترې پروژې لکه د چین–قرغزستان–ازبکستان د اورګاډي پټلۍ او د چین–مرکزي آسیا
د ګاز نللیکه رانغاړي بلکې د صنعتي پارکونو او د خلکو د ژوند د ښهوالي اړوند
پروژې هم په کې شاملې دي چې د ځایي اړتیاوو پر بنسټ ډیزاین شوې دي.
دا کار د
ټکنالوژۍ د لېږد او صنعتي همکارۍ له لارې د مرکزي آسیا هېوادونو له پرمختګ سره
مرسته کوي، د سیمې سرچینې ښه تنظیموي او د «یو کمربند، یوه لار» نوښت او د دواړو
لورو ګډ پرمختګ ته قوي ملاتړ برابروي.
Comments 27
Leave a Comment
Share your thoughts about this article. You can comment as a guest or provide your details.
حمیرا
December 24, 2025منصور
December 24, 2025شیرزاد
December 24, 2025عارف
December 24, 2025نادیه
December 24, 2025